د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پخواني جمهور رئیس مرستيال او د اندونيزيا د جوماتونو شورا اوسني رئيس محترم ډاکتر يوسف کالا او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، افغان ملت سره د اندونيزيا د دولت او خلکو د مرستو او همکاريو مننه وکړه.
وروسته محترم ډاکتر يوسف کالا په افغانستان کې په ترسره شويو مهمو کارونو او پرمختګونو خوښي وښوده.
نوموړي له افغانستان سره د خپل هيواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، موږ په مختلفو په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې او د کانونو استخراج په برخو کې د پانګونې غوښتونکي يوو، چې په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هر اړخيزو همکاريو ته اړتيا شته.
محترم يوسف کالا څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت د خپل هيواد ستونزې په داسې ډول حل کړي، چې نورو هيوادونو ته يو ښه مثال ګڼل کېږي.
نوموړي د اندونيزيا دولت له لوري ځوانانو ته د تحصيلي فرصتونو برابرولو خبر ورکړ او وې ويل، په بين المللي غونډو کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات مطرح کېږي، چې دغه موضوع حقيقت نه لري او موږ يې له نږدې وينو.
ورپسې محترم ډاکتر عبدالحمید اول الدين پخپلو خبرو کې په افغانستان کې رامنځته شوي مثبت تغييرات وستايل او وې ويل، موږ د اقتصادي ودې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا غوښتونکي يوو او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو.
په مقابل کې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرتاسري امنیت تأمین، د نشه يي توکو د کر، قاچاق او استعمال مخنيوی، د اداري فساد لمنځه تلل، د ماشومانو او ښځو په ګډون د روږدو کسانو ټولول، د يتيمانو او کونډو لپاره د کفالت ټاکل او د ګاونډيو هيوادنو له لوري د اخراج شویو له دوه ميليون زياتو کډوالو مديريت، لېږد او ځای پر ځای کول د اسلامي امارت لاسته راوړنې وبللې او زياته يې کړه، د هيواد په مختلفو برخو کې ډېرې کوچنۍ او لويې پروژې د تطبیق په حال کې دي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه: داسې کسان شته چې د افغانستان حقايق پټوي او نورو ته ناسم معلومات رسوي، خو اسلامي امارت د دې هيواد پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې په ټولو امکاناتو هڅه کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د اندونيزيا د پانګونې هرکلی وکړ او وې ویل، اسلامي امارت له ټولو هيوادونو په ځانګړي ډول اندونيزيا سره د ښو او نیکو اړيکو غوښتونکی دی او د دې هيواد سوداګرو او پانګه والو ته به ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.