د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم پروفيسور ډاکتر احمد ضيا، محترم پروفيسور ډاکتر نجيب الله، محترم پروفيسور ډاکتر مشتاق احمد او محترم ډاکتر محمد کمال تڼي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی په هيواد کې په سرتاسري امنیت خوښي وښوده او وې ويل، په بهر کې مېشت ډېر شمېر افغان ډاکتران او متخصصين بېرته هيواد ته د ستنېدو او افغانانو ته د خدمت غوښتونکي دي.
هغوی زياته کړه، موږ هيله لرو چې د اسلامي امارت په هر اړخيز ملاتړ د يو ځانګړي پروګرام له لارې په هيواد کې معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو چې په مختلفو کچو د افغان ملت اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د صعب العلاج ناروغيو درملنه په هيواد کې دننه وشي.
هغوی همداراز په مختلفو برخو کې د ډاکترانو او متخصصينو د ظرفيتونو لوړولو او په هيواد کې د معياري روغتونونو جوړولو ته په اشارې د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، ترڅو په کور دننه او بهر له شته ظرفيتونو څخه په استفادې، روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته د پرمختللو طبي تجهيزاتو برابرولو او د يو پراخ او سټنډرډ روغتيايي سيستم جوړولو ته چې ټول متخصصين وکولای شي خپلې علمي تجربې او معلومات پکې عملي کړي، جدي پاملرنه وکړي.
ورپسې د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بهر کې مېشتو دغو ډاکترانو او متخصصينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د افغانستان روغتيايي سکتور پياوړتيا ته اړتيا لري چې د ډاکترانو او متخصصينو په همکارۍ دغه کار امکان لري.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو، روغتونونو او کلینیکونو ته د لازمو تجهيزاتو برابرولو او د ډاکترانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو لپاره پياوړې او ټينګه اراده لري او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز وويل، اسلامي امارت د روغتيا په مختلفو برخو کې د کميو او اړتياوو نښه کولو او لمنځه وړلو په لټه کې دی او له ټولو ډاکترانو او متخصصينو غواړي په دې برخه کې همکاري وکړي.