د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان او کندز ولایتونو يو شمېر مجاهدينو او متنفذينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې هغوی د خپلو ولايتونو د ټولنيزو، اقتصادي او امنیتي مسائلو په اړه خبرې وکړې.
هغوی د امنيت تأمين، ارامۍ او د اسلامي امارت مجاهدینو له لوري خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه د ځايي ادارو د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ او له پورته مواردو يې رضايت وښود.
د جوزجان او کندز ولایتونو متنفذينو همداراز د اسلامي امارت مسؤلينو څخه وغوښتل، ترڅو په يادو ولايتونو کې ښوونې او روزنې، روغتيايي کلينيکونو، مواصلاتي لارو، انکشافي چارو او د ځوانانو کارموندنې ته پاملرنه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د يادو ولايتونو مجاهدينو او متنفذينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت د مسؤلينو دروازې د ټولو هيوادوالو پر مخ پرانيستې دي او د وړانديزونو، نظرياتو او ستونزو د بيان له امله يې له هغوی مننه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز په مختلفو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت د مسؤلينو دندې او مسؤليتونه وبلل او وې ويل، په مرکز او ولايتونو کې مسؤلين تر خپلې وسې هڅه کوي د خلکو غوښتنو ته رسيدګي وکړي.