د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام د الفلاح کانونو استخراج او د ساختماني موادو د تولید شرکت رئيس محترم صفي الله سره وکتل.
په پيل کې د الفلاح شرکت رئيس محترم صفي الله د ياد شرکت د کړنو، فعاليتونو، کاري مخينې او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل وې ويل، دغه شرکت د کانونو استخراج او د ساختماني موادو تولید په برخو کې فعاليت لري او د امنيت او ثبات او د سرشاره معدني موادو د ذخيرو موجوديت او همداراز په افغانستان کې د کانونو استخراج او ساختماني موادو تولید په برخو کې د اسانتياوو او زمينې برابرېدلو له وجې، غواړي په دې هيواد کې پانګونه وکړي.
په مقابل کې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د الفلاح شرکت رئيس محترم صفي الله ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د ټولو فعاليتونو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره د امنیت موجوديت ځانګړی اهمیت لري او له بل لوري افغانستان د معدني موادو په برخو کې بېساري ذخايرو او منابع لري، چې په دې برخه کې دغه موضوع هم ډېره مهمه ده.
نوموړي څرګنده کړه، د سوداګرو، شرکتونو او پانګه والو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی، ترڅو په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کانونو استخراج او د توليدي کارخونو جوړولو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، اسلامي امارت د مختلفو شرکتونو له هغې ډلې د الفلاح شرکت د پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.