د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو، مجاهدینو او د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو سره وکتل.
په پيل کې، دغو قومي مخورو او علمای کرامو محترم سیاسي مرستیال ته د حج فريضې اداء کولو مبارکي وويله او نوموړي ته يې د ښه خدمت لپاره د روغتيا دعا وکړه.
راغلو علمای کرامو او مخورو د تېر لوی اختر په ورځو کې د امنیتي ادارو د هڅو ستاينې ترڅنګ وويل، د ډاډمن امنیت له کبله د اختر مراسم په ښه ډول ترسره او د مسؤلو ادارو لخوا ولس ته لازم خدمتونه وړاندې شول.
قومي مشرانو له نظام سره د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، افغان ولس د باثباته او اسلامي حکومت غوښتونکی دی او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو مخ وا نه ړوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت په ټینګښت کې له اړوندو ادارو سره د خلکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت ټوله تکیه پر ملت ده او د حکومت د پرمختګونو سبب د خلکو لخوا اسلامي نظام ته لاس ورکول دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، امارتي ادارې ولس ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مسؤلې وبللې او زياته يې کړه، د حکومتي بنسټونو د خدماتو وړاندې کولو لړۍ به لا غوره او پراخه شي.