د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبد الكبير د بېلابېلو ولايتونو د قومي مشرانو او د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو له یوشمېر مسؤلینو، مجاهدینو او علمای کرامو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې راغلو قومي مخورو او علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا هېواد ته د تېرې ادارې چارواکو ته د راتګ زمینې مساعدول ارزښتناک وبلل وې ویل، اوس مهال په هېواد کې ټولو افغانانو ته د سوکاله ژوند کولو زمینه برابره شوې ده.
هغوی وویل، د پردیو په لګښت او اشاره له افغانستانه بهر د غونډو جوړول او د جګړې شعارونه ورکول پایله نه لري، ځکه د افغانستان ولسونه به هیچا ته د دې اجازه ورنکړي چې بیا په هيواد کې د پردیو د ګټو پخاطر د جګړې هڅه وکړي.
يادو قومي مشرانو او علمای کرامو غوښتنه وکړه چې ټول افغانان دې خپل هېواد ته راستانه او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې دې ګډه ونډه واخلي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت د پرمختګونو سبب د چارواکو او مسؤلینو ته ستړې کېدونکې هلې ځلې او له حکومت سره د ملت همکاري یاده کړه.
محترم مولوي عبد الکبیر افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړ وې ویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستې دي او حکومت هڅه کوي چې افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، اوس د هېواد د ابادۍ او رغونې وخت دی، ټول افغانان دې د هېواد په ابادۍ او د هیوادوالو په هوساينه کې ونډه واخلي.