د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د کندز د سپين زر امارتي شرکت رئيس محترم عبدالحفيظ فرياد هم حضور درلود، د ازبکستان يو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې د اين آر انرژۍ الفلاح شرکت رئيس محترم نادر رستموف خبرې وکړې او افغانستان ته د ازبکستان د سوداګرو او پانګه والو د پلاوي سفر په اړه يې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت کې د بشپړ امنيت له امله په مختلفو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې زمينې برابرېدو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، همدې موضوع په دې هيواد کې سوداګر او پانګه وال کار او فعاليت ته هڅولي دي.
محترم نادر رستموف وويل، ازبکستاني سوداګر او پانګه وال لېوالتيا لري چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د انرژۍ، نساجي، د تېلو او کانونو استخراج او د توليدي کارخونو او زېربناوو جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي او په دوام يې له اسلامي امارت څخه په پورته برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
په مقابل کې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان سوداګرو او پانګه والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د هغوی د سوداګريزو فعاليتونو ستاينه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هیوادونو سره په ټولو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د اړيکو پراختيا غوښتونکی دی او د مختلفو هيوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډيو هیوادونو له سوداګرو او پانګه والو څخه غواړي چې د افغانستان په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز وويل، د افغانستان اسلامي امارت په دې هيواد کې د پانګه والو او بهرنيو شرکتونو د ټولو سوداګريزو فعاليتونو هرکلی کوي او هغوی ته هر ډول لازمې اسانتياوې برابروي.