د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولايت يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې هغوی د بغلان ولايت د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی وويل، په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تأمين دی او ځايي مسؤلين خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره هڅه کوي.
يادو علماوو او مجاهدينو ټولو برخو ته د اسلامي امارت جدي پاملرنې ته په اشارې له مسؤلينو څخه وغوښتل ترڅو د مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو جوړولو او انکشافي چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د سراسري امنیت تأمین او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسؤليتونو څخه دي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې يادو وړانديزونو ته رسيدګي وکړي.