د ا.ا.ا ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ (۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دوحې درېیمې ناستې د لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
د ا.ا.ا ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد په دې خبري کنفرانس کې وویل: د دوحې درېیمه ناسته یوه بریالۍ ناسته وه او د افغانستان اسلامي امارت پیغامونه په ښه ډول د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره شریک شول.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، د دوحې درېیمه ناسته کې پر دوه موضوعاتو( د خصوصي سکتور پیاوړتیا او نشه یي توکو سره مبارزه) خبرې وشوې او په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه واضح شول، دغه راز په دواړو برخو کې د افغانانو ستونزې هم له نړیوالو سره شریکې شوې.
محترم مجاهد د خپلو خبرو پر دوام وویل: د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو او پرمختګونو د ناستې ګډونوال حیران کړل، هغوی تمه نه لرله چې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ له نشتون سره سره به اسلامي امارت په دې برخه کې داسې پرمختګونه ولري. مهمه خبره داده چې نېږدې ټولو هېوادونو په دواړو موضوعاتو کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې د هېوادونو مکلفیت وباله.
د ا.ا.ا ویاند زیاته کړه، موږ نړۍ ته واضح کړه چې هغوی باید لومړی ټول بشري او انساني موضوعات چې مخامخ د افغانانو په ورځني ژوند پورې اړه لري، له سیاسي هغو جلا او د سیاسي فشار وسیله یې نه کړي.
د محترم مجاهد په خبره، د دوحې درېیمه ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو نظرونه او دریځونه بیان شول او مونږ ته څرګنده شوه چې له افغانستان سره د همکارۍ روحیه لري.
ښاغلي مجاهد وویل: د دوحې په ناسته کې موږ ته څرګنده شوه، چې نړۍ په افغانستان کې پرمختګ درک کړی او مني یې، دا درک شوې چې هیوادونه باید د فاصلې پرځای له افغانستان سره نېږدې شي، له ننګونو سره سره افغانستان په مختلفو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او چاته منتظر ندی پاتی شوی. تجارتي او بشري موضوعات باید له سیاسي هغو جلا شي. په سیمه ییزه کچه افغانستان ښه همکار هېوادونه لري او منزوي ندی او د فشارونو او بندیزونو سیاستونه بې نتیجې دي باید د رغنده تعامل لپاره لارې خلاصی شي.
د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د چنګاښ په ۱۰ او ۱۱مه نېټه د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې تر سره شوه چې د ا.ا.ا د ویاند، محترم مولوي ذبیح الله په مشرۍ د ا.ا.ا پلاوي، د ۲۵ هېوادونو او پنځه نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی وو.