د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر اهل تشیع علماوو سره وکتل.
په پیل کې محترم استاد عبدالله اکبري او محترم نوري شولګر خبرې وکړې او وې ویل، په هیواد کې د اشغال له خاتمې او د اسلامي حکومت له راتلو وروسته سراسري امنیت تامین دی، د خلکو ترمنځ د ورورۍ روحیه پیاوړې شوې، نشه یي توکي او په هیواد کې د فساد ټول ډولونه له منځه تللي چې دا د اسلامي امارت د مسوولینو د کوښښونو او زحمتونو پایله ده.
هغوی همدارنګه زیاته کړه، اهل تشیع علما، مشران او خلک اسلامي امارت د خپل ځان ګڼي او د نورو وروڼو ترڅنګ د اسلامي نظام هر ډول ملاتړ ته چمتو دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي اهل تشیع علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د اسلامي امارت نظام هم ټولو افغانانو پوړې اړه لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، موږ ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړو او د خپل نظام دفاع او ملاتړ وکړو.