د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان بین المللي بانک (AIB) له رئیس محترم الحاج ابراهیم محب سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم الحاج ابراهیم محب د افغانستان بین المللي بانک د خدمتونو، فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د افغانستان بین المللي بانک رئیس زیاته کړه، هیوادوالو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادي ډول دوام لري او مسؤلین یې په پام کې لري چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ساختماني موادو د تولید او هوټلدارۍ په برخو کې هم پانګونه وکړي.
محترم محب همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې داخلي او بهرنیو سوداګرو او شرکتونو ته د اسلامي امارت له لورې رامنځته شویو اسانتیاؤ ته په اشارې وویل، د افغانستان بین المللي بانک چمتو دی چې دوی ته ضروري بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان بین المللي بانک له رئیس سره پر کتنې خوښې څرګنده او د بانکونو په ځانګړي ډول خصوصي بانکونو رول یې د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره حیاتي وباله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت له خصوصي سکتور ملاتړ کوي او هر ډول لازمې اسانتیاوې هم ورته برابروي.