د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر په جلا جلا ناستو کې د بغلان او کاپيسا ولایتونو له یو شمېر عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل.
په پيل کې د بغلان د اندراب درې د ده صلاح ولسوالۍ مخورو او عالمانو د اسلامي امارت د مشرانو قربانیو او هڅو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې بشپړ امن او واحد اسلامي نظام د بې شمېره قربانیو پایله ده چې باید ساتنه یې وشي.
دوی په اندراب کې د خلکو د وضعیت په اړه وویل، د اندراب ولسونه په ډاډمن امنیت کې ژوند کوي او له سیمه ییزو مسؤلینو سره ښې اړیکې لري.
راغلو مخورو او عالمانو په ياده ولسوالۍ کې د خلکو د ستونزو د حل او د سړکونو، ښوونځیو، مدرسو او جوماتونو د رغاولو او د بې وزلو د لاسنیوي په شمول په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شريک کړل.
دغه راز په بله جلا کتنه کې د کاپيسا ولايت څو تنو علمای کرامو چې د هېواد د جید عالم او فخر المشایخ میا ګل جان اغا لمسي او ځایناستي سید بزرګ جان آغا هم حضور درلود، د هېواد د زیربناو رغاونه د ملت او حکومت شریک مسؤلیت یاد کړ وې ويل، خلک له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
راغلو علماؤ د یو لړ مسائلو په اړه خپلې سلا مشورې او وړاندېزونه هم له محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، د بغلان او کاپیسا علماؤ ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره د هغوی له همکارۍ په مننې وویل، د غرب پر وړاندې د جهاد بریا د افغان ولس د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوه.
محترم مولوي عبد الکبیر، د ده صلاح مخورو ته په خطاب کې وویل، اسلامي نظام ولس ته د خدمت مسؤلیت لري او په ټول توان هڅه کوي چې افغان وګړو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د کاپیسا او بغلان ولایتونو د علماؤ او مخورو پر سلا مشورو او وړاندېزونو خوښي څرګنده کړه وې ويل، اسلامي امارت د ولس وړاندېزونو او نظرونو ته په درنه سترګه ګوري او د همدې موخې لپاره د حکومتي بنسټونو دروازې د خلکو پر مخ پرانستې دي.