د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پروان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو د پروان له ولایتي اداري خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. دوی په پروان کې د انکشافي پروژو پیلولو، د استنادي دیوالونو جوړولو او د کرنې د مکانیزه کولو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه د مننې تر څنګ وویل، اسلامي امارت هیڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب ته ځای نه ورکوي او کوښښ کوي چې ټولو هېوادوالو ته یو شان خدمات وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او د ټولو افغانانو مسؤولیت دی چې د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پياوړتیا لپاره لاس ورکړي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو ته به رسیدګي وشي او اړونده ادارو ته به لازم هدایات ورکړي.