د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کار په ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د کار ملي کنفرانس په افتتاحیه مراسمو کې چې د ریاست الوزراء پر اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سربېره، د کابینې یو شمېر غړو، بهرنیو دیپلوماتانو، سوداګرو، حکومتي مسؤلینو او اقتصاد پوهانو هم ګډون کړی وو، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د یاد کنفرانس د جوړېدو له امله د کار او ټولنیزو چارو وزارت ستاینه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډونوالو او بهرنیو میلمنو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه د افغانانو د ستونزو حل خپله دنده ګڼې او د اسلامي امارت له بریا سره سم د بېکارۍ د کچې راټېټولو په برخه کې هڅې پیل شوې دي.
د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال په تېر کې ناکامه حکومتي پلانونه، جګړې، اشغال، د معیاري کاري ځواک کموالی، اقتصادي مافیا، ناانډوله صادارت او د کورنیو تولیداتو مناسب مارکیټ نه لرل په هېواد د بېکارۍ اصلي لاملونه وبلل او زیاته یې کړه، بیکاري اسلامي امارت ته په میراث راپاتې ده.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، پر اسلامي امارت د بندېزونو او د افغانانو د شتمنیو د کنګل کېدو سربېره حکومت توانیدلی له بېکارۍ سره مبارزه وکړي او په هېواد کې بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې زمینه برابره کړي.
د رياست الوزراء محترم سیاسي مرستیال په افغانستان کې د فقر او بېکارۍ کچې د راکمولو په برخه کې د نړیوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، دا مهال اسلامي امارت له ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی، څو افغان کارګران په قانوني توګه ومني، کرنیزو توکو ته په بازارونو کې د خرڅلاو زمینه برابره او پر افغاني صادراتو ګمرکي تعرفې کمې کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر پر نړیوالو غږ وکړ چې د اسلامي امارت پر مشرانو او د افغانانو پر وړاندې غیر قانوني او ناعادلانه محدودیتونه له منځه یوسي او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه دې د یوه فعال غړي په توګه له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.