د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د کار ملي کنفرانس د دویمې ورځې غونډه چې د ریاست الوزراء محترمو مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو، د امارتي ادارو، خصوصي سکتور او د ملي او بین المللي بنسټونو یو شمېر استازو په کې ګډون درلود، نن له غرمې مخکې په سلامخانه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په پیل کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه نوښت وستایه، د خپلې همکارۍ د ډاډ ترڅنګ یې له نورو وزارتونو او ادارو څخه هم غوښتنه وکړه چې د کارموندنې په برخه کې له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره خپلې همکارۍ وکړي.
نوموړي وویل، زموږ د هیواد موقعیت ته په کتو، اسلامي امارت کوښښ کوي چې افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا د وصل په نقطه بدل، خپل داخلي تولیدات زیات، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او اوسپنې پټلۍ په برخو کې سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، د پانګونې په پایله کې به کارموندنه زیاته او ګڼ هیوادوال په کارونو بوخت شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د بېکارۍ د له منځه وړلو، اقتصادي پیاوړتیا، پرځان بسیاینې او کاري فرصتونو لپاره زیاتې پروژې تر لاس لاندې لري او باوري یم چې په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې به پام وړ پرمختګ رامنځته شي. هغه په نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لیرې او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.
ورپسې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه په مننې وویل، د دې کنفرانس موخه په هیواد کې د بېکارۍ د لاملونو له منځه وړل دي. موږ ټول کوښښ کوو چې خپلو خلکو ته دوامداره شغلونه رامنځته کړو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په اشارې وویل، د دې ټولو باوجود د بېکاري او بې وزلي له شتون انکار نشي کېدلی. د حاکم او مسوول نظام په توګه دا خپل لومړی درجه مسوولیت بولو چې په ټول توان د دې پر وړاندې سالمه مبارزه وکړو او په بېلابېلو سکتورونو کې د پروژو د تطبیق له لارې خپلو هیوادوالو ته ښې او زیاتې کاري زمینې برابرې کړو.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست محترم مولوي محمدیعقوب مجاهد وویل، د دې کنفرانس جوړول د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوی نوښت دی، ځکه کارموندنه او د نفقې پیدا کول دا مهال په هیواد کې د خلکو لویه اړتیا ده. هیله ده کار او ټولنیزو چارو وزارت د کوټلو ګامونو په اخیستلو سره د افغانانو د بېکارۍ ستونزه حل کړي.
نوموړي زیاته کړه، په هیواد کې د ښه او سراسري امنیت په تامین سره د کار او پانګونې زمینې برابرې شوي او موږ کوښښ کوو چې د خپل ولس، تاجرانو، پانګوالو او ټولو هیوادوالو امنیت خوندي او دوی ته لا ډاډمنه فضا برابره کړو. امنیتي ځواکونه په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کوي.
ورپسې د کورنیو چارو وزات سرپرست محترم الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، دا کنفرانس د دې لپاره جوړ شوی، ترڅو ولس ته ډاډ ورکړو چې موږ د دوی د ښه ژوند لپاره هلې ځلې کوو. افغانستان هیچاته هم تهدید نه دی، د خپلې خاورې دفاع او ساتنه زموږ مسوولیت دی.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان نیمه پېړۍ په ناورین کې و، خو د خدای تعالی په نصرت او د افغان ولس د جهاد او سرښندنو له برکته دا مهال افغانستان ازاد، خپلواک او اوسنی وضعیت او امنیت یې له ډېرو هیوادونو څخه ښه دی.
د کلیو پراختیا وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي محمدیونس اخندزاده د وینا پرمهال په تاجرانو، ملي او بین المللي موسسو غږ وکړ چې دخپلو فعالیتونو او پروژو د ترسره کولو پرمهال د افغانانو ګټې په پام کې ونیسي. هغه زیاته کړه، زما امید دی چې کارموندنه به زیاته شي او موږ د مسوولیت له مخې خپلو خلکو ته کار پیدا کوو. همدارنګه یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د خپل وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محترم مولوي عبداللطیف منصور وویل، د کار او معیشت اسباب برابرول د نظام مسوولیت دی او د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ په دې برخه کې خدمت کوي. هغه زیاته کړه د اوبو او انرژۍ وزارت د څلورو لویو بندونو د نیمګړو چارو د بشپړولو ترڅنګ د اوبو په برخه کې ډېر پرمختګونه لري او ډېرو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
ورپسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست محترم الحاج خلیل الرحمن حقاني د کار ملي کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، کارموندنې ته په هیواد کې ډېره اړتیا ده. د کاري زمینو له برابرولو سره به هم وطن اباد شي او هم به هیوادوالو ته د حلالې نفقې د ګټلو اسانتیا برابره شي. هغه زیاته کړه، ټولې ادارې، خصوصي سکتور او شرکتونه دې د کار په بدل کې له هیوادوالو سره مرستې وکړي او کاري زمینه دې ورته برابره کړي.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال وویل، د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اساس امارتي شرکتونه د واحدې ادارې له لوري اداره کېږي او موخه یې د غیرفعالو شرکتونو بیا فعالول او د ویجاړو شویو فابریکو او تصدیو بیا احیا ده چې په دې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي. هغه زیاته کړه، په قوشتیپه کانال کې د کرنیز کمپلیکس جوړولو لپاره د یو میلیون جریب ځمکې په ورکولو سره به سل زره کسانو ته کاري زمینه او اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي څرګنده کړه، دولتي تصدیو او شرکتونو له پیله په هیواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ په کموالي، د ملي عوایدو زیاتوالي، پرځان بسیاینې، خدماتو، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او د ملي بودجې د تمویل په برخو کې مهم رول لرلی.
همدارنګه د کار ملي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د ریاست الوزرا د اقتصادي او اداري مرستیالانو ( محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او محترم مولوي عبدالسلام حنفي) په حضور کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک او تبادله شول.
ورپسې د اتو بېلابېلو کاري ګروپونو استازو په نوبت سره د خپلو ګروپي کارونو د بحثونو پایلې او وړاندیزونه د کار ملي کنفرانس ګډونوالو سره شریک کړل.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین محترم مولوي محمد زاهد احمدزي په ۳۲ مادو کې د کار ملي کنفرانس پرېکړه لیک چې د بېکارۍ او بې وزلۍ په کموالي، مناسبو کاري فرصتونو او معیاري کار ته د هیوادوالولاسرسي، پرځان بسیاینې، اقتصادي ودې،د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او کانونو په برخو کې د تولیدي او خصوصي سکتور په همغږۍ، او بهرنیو او ملي پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار شوی وو، ولوست.