د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په سلامخانه ماڼۍ کې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال لومړی د دې کنفرانس د جوړېدو له امله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبري قدرداني وکړه او د بې وزلي او بېکاري د عواملو د پېژندلو او له منځه وړلو لپاره یې د دغسې مهمو او ملي کنفرانسونو جوړول ارزښتناک وبلل.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي د اسلام مبین دین له نظره د کار ارزښت ته په اشارې وویل، د اسلام مبین دین کې د کار او تنخوا اخیستل ځانګړی ارزښت لري او د قرانکریم په څو ایتونو او حدیثونو کې په کراتو ورباندې ټینګار شوی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په یوه برخه کې په هیواد کې له ۴۵کاله ناامنۍ ورورسته د امنیت، ثبات او یووالي د امنیت تامین، حکومتي تشکیلاتو ته بیاکتنه او د خیالي تشکیلاتو حذف، د کارکوونکو د معاشونو ورکړه او له داخلي منابعو څخه د عادي او انکشافي بودجې تامین، د نشه یي توکو د کښت، استعمال، قاچاق او سوداګرۍ له منځه وړل، د اداري فساد ختمول، د یتیمانو سرپرستي او د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره مرسته، د سوالګرو راټولول او مستحقو کسانو ته د معاش ټاکل، د افرادو د ابرو او حیثیت خوندیتوب او ساتنه او د درې ګونو محکمو له لوري د هغوی مشروع حقونو ته رسیدګي، د لنډمهاله،منځمهاله او اوږدمهاله پراختیایي پروژو پراختیا، د هغو کډوالو ستونزو ته رسیدګي چې له ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه په اجباري توګه رااېستل شوي او د یو مستقل، مسلکي او د اسلامي اصولو او ملي ګټو پابند امنیتي ځواک تاسیس یې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه وګڼل.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د بې وزلي او بېکاري
د اساسي حل لارو د موندلو په هڅه کې دی، ترڅو فقر او بېکاري په افغانستان کې له منځه یوسي او همدارنګه اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، د سیمې او له سیمې وراخوا هیوادونو سره د متقابل احترام او تعامل په اساس د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکی دی او له هغوی هم غواړي چې باالمثل عمل ترسره کړي او زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت ځان له خلکو جلا نه بولي او د افغان ملت د خادم په توګه یې د خلکو هغه ستونزې او ننګونې چې خلک ورسره مخامخ دي درک کړي او هغو ته د اساسي حل لارو موندلو په هڅه کې دي. د اسلامي امارت مسوولین د لازمو، پر وخت او د خلکو د اړتیا مطابق خدماتو وړاندې کول خپل مسوولیت بولي او په دې برخه کې جمعي اراده وجود لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال خصوصي سکتور د اسلامي امارت ښه شریک او پیاوړی مټ وباله او وې ویل، اسلامي امارت د دې سکتور ملاتړ کوي او هغوی ته یې هغه زمینې او اسانتیاوې برابرې کړي چې پخوا نه وې ورته موجودې.
هغه څرګنده کړه، خصوصي سکتور هم زرګونه هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ، اما د دې باوجود هم په هیواد کې د بې وزلي او بې وسي له شتون څخه انکار نشي کېدای او اسلامي امارت د مسوول نظام او حکومت په توګه په ټول توان له بې وزلي او بېکاري سره مبارزه کړې او په بېلابېلو کچو د پروژو پلان او تطبیق سره هیوادوالو ته د کار زمینه برابروي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، د کار او ټولنیزو چاو وزارت له لوري د کار ملي کنفرانس جوړول ښیي چې موږ په دې برخه کې بې تفاوته نه یوو، بلکې ټول د بې وزلي او بېکاري په څېر د ستونزو د حل او د دوامدار او پایداره شغلونو رامنځته کولو او د خپلو خلکو او ملت په اختیار کې د ورکولو، اقدام کوو.