د چارو ادارې، مالیې وزارت او زبیر مصور خصوصي شرکت مسئولینو، د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د شنبې په ورځ (۶ زمری ۱۴۰۳) د هېواد په ګمرکي بندورنو کې د معیاري سکنرونو لګولو پروژې تړون لاسلیک کړ.
دغه مراسم چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شول، د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ترڅنګ؛ د چارو ادارې سرپرست، محترم شېخ الحدیث نورالحق انور، د مالیې وزارت مرستیال، د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس او د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې د معین مرستیال هم پکې ګډون کړی وو.
د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس، محترم انجنیر مولوي احمد ضیاء خالد په دې مراسمو کې وویل: د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه، د تورخم، حيرتان، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نيمروز، خوست، پکتيا، اقینه، ابونصر فراه او شیرخان بندرونو کې د سکنرونو نصبولوپروژه پلې کېږي.
ښاغلي خالد زیاته کړه، په دې پروژه ۱۱۳۳۰۰۰۰۰ امریکایي ډالر پانګونه کېږي چې ودانیزې چارې به یې په ۲ کلونو کې بشپړې شي او ۲۰۰۰ کسانو ته به پکې مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د محترم خالد په وینا، په تېر کې د معیاري سکنرونو د نشتون له امله ګمرکي خدمتونه په معیاري ډول ندي تر سره شوي له همدې امله مالیاتي تېښتې، د مخدره موادو، وسلو او نورو منعه شویو توکو قاچاق ته زمینه برابره شوې وه، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به یادې ستونزې هوارې شي.
دغه راز، د مالیې وزارت د پالېسۍ مرستیال، محترم انجنیر سلطان محمد زبیر وویل: په ګمرکي بندرونو کې د معیاري سکنرونو لګولو پروژه یوه مهمه پروژه ده، چې په پلي کېدو سره به یې هېواد ته په قاچاقي ډول د منعه شویو توکو د وارداتو او صادراتو مخه په ښه ډول ونیول شي.
همدارنګه د زبیر مصور شرکت رئیس، محترم نجم الدین سیاس هم د پروژې د چارو د ښه تطبیق ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې ټول کارونه به په ټاکلي وخت او معیاري ډول سرته ورسوي.