د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په جلاجلا ناستو کې د پروان د جبل السراج ولسوالۍ او د سرپل ولایت له یو شمېر قومي مخورو او مجاهدینو سره وکتل.
په پیل کې د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ يو شمېر مخورو او مجاهدینو په یاده ولسوالۍ کې د بشپړ امنیت او له حکومت سره د ولسونو پر همکارۍ خوښي څرګنده کړه وې ويل، د اسلامي امارت له بریا وروسته د دې ولسوالۍ د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوي دي، دغه راز د سیمه ییزو مسؤلینو او ولس تر منځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.
د راغلو قومي مخورو او مجاهدینو په وینا، خلک له اسلامي امارت څخه د جبل السراج جامع جومات د جوړولو او جنوبي سالنګ د سړک د ژر کار پيل غوښتنه لري. دوی دغه راز په بېلابېلو برخو کې خپل يو شمېر وړاندېزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
همدارنګه په يوه بله جلا کتنه کې د سرپل قومي مخورو او مجاهدینو په یاد ولایت کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د شويو پرمختګونو په یادولو سره وویل، د دې ولايت خلک د امنیت د ټينګښت او ځینو پراختیايي پروژو د پیل له امله خوښ دي.
يادو مشرانو او مجاهدينو له اسلامي امارت سره د خپلې همکاري ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، د سرپل ولسونه د حکومت ملاتړ کوي. دغو مخورو په سرپل کې د یوه سړک د رغولو او کورنیو ته د برېښنا د ورکړې په موخه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته خپل وړاندېزونه وسپارل.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د جبل السراج ولسوالۍ او سرپل ولایت مخورو او مجاهدینو ته د ښه راغلاست پر مهال د غرب پر وړاندې په جهادي مبارزه کې د دوی سرښندنې د قدر وړ وبللې او له اسلامي امارت سره یې د هغوي له همکاریو مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبير د جبل السراج ولسوالۍ راغلو قومي مخورو او مجاهدينو ته ډاډ ورکړ چې د دې ولسوالۍ جامع جومات جوړولو ته به ځانګړی پام وشي. دغه راز یې زیاته کړه، د سالنګ د سړکونو بیارغونه د اسلامي امارت له کاري لومړيتوبونو څخه ده چې په جوړېدو سره به یې د خلکو ستونزې هوارې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د سرپل له مخورو سره په لیدنه کې هغوي ته ډاډ ورکړ، چې پر غوښتنو به یې غور وشي او اړوندو ادارو ته به دنده وسپارل شي څو د سرپل د خلکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي.