د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ژورنالیستانو او فرهنګیانو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی په هیواد کې د امنیت او ارامي په تامین او د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د فرهنګي او رسنیزو فعالیتونو په هرکلي خوښي څرګنده کړه.
هغوی زیاته کړه، په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې اسلامي اصولو ته په پام د مطبوعاتي فعالیتونو، د فرهنګ پالنې، د تاریخي ابداتو د ساتنې او خوندیتوب او د ژبو د پیاوړتیا په برخو کې فرصتونه زیات شوي چې دا کار د ملت او وطن پر وړاندې د مسوولینو ژمنتیا ښیي.
یادو ژورنالیستانو او فرهنگیانو وغوښتل چې د اړوندو ادارو له لوري دې د هیواد د لیکوالو او شاعرانو د اثارو خپرېدو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ژورنالیستان او فرهنګیان د هیواد معنوي پانګه وبلله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت په بزلابزلو په ځانګړي ډول د فرهنګ او اطلاع رسولو په برخه کې د اړتیاوو پوره کولو هڅه کوي او په ټول توان په دې برخه کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب، د چاپي او تصویري نشراتو د پیاوړتیا او پراختیا کوښښ کوي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت به تر خپله وسه د هیواد د لیکوالو او شاعرانو د اثارو د خپرېدو کوښښ وکړي.