د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ.
په دې درې ورځني سفر کې به د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ایران اسلامي جمهوريت د نوي ټاکل شوي ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د هغه هېواد له یو شمېر نورو مقاماتو سره دوه اړخیزې رسمي ناستې ولري.
دغه راز به په دې رسمي سفر کې د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال به همداراز د دې رسمي سفر په جریان کې د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو او مسؤلینو سره هم وګوري.