د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت امنیه قومندان محترم قاری صلاح الدین ایوبی سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم قاری صلاح الدین ایوبی د زابل ولایته امنیه قومندانۍ د کړنو او فعالیتونو او په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت او مجاهدینو په اړه د ریاست الوزراء معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د زابل امنیه قومندان وویل، د امنیه قومندانۍ د امنیتي ځواکونو او مجاهدینو او نورو اړوندو ادارو د کوښښونو او زحمتونو په پایله کې په هغه ولایت کې بشپړ امنیت تامین دی او خلک په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
محترم قاري صلاح الدین ایوبي څرګنده کړه، د امنیه قومندانۍ مجاهدین او پرسونل تل د خلکو په خدمت کې وي او چاته د خلکو د امنیت او هوسایي د اخلال اجازه ور نه کړي او دا ځواکونه د خپلو دندو په ترسره کولو کې د مشرانو د لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت امنیه قومندان ته د ښه راغلاست ترڅنګ امنیت د یو هیواد د پرمختګ اصلي عامل وباله او په یاد ولایت کې د امنیت او هوسایي د تامین په برخه کې یې د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو د هلو ځلو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال امنیتي او دفاعي ځواکونه مسلکي او اسلامي او ملي اصولو ته پابند وبلل او وې ویل، د ویاړ ځای دی چې د دې وطن اولادونه توانېدلي چې له څو کالو ناامنۍ او ګډوډیو وروسته د خلکو په ژوند کې امنیت او ارامي راولي.