د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام، د چهارشنبې په ورځ ( ۱۰ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په پرانیستونکې وینا سره، رسماً پیل شو. په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال، محترم قاري عبدالستار سعید، د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست رئیسانو او د کورنیو او بهرنیو رسنیو استازو هم ګډون کړی وو.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د مراسمو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هر کال د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کوربتوب کوي چې په ترڅ کې ټولې امارتي ادارې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو او ولس سره شریکوي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، له امارتي ادارو او رسنیو څخه مننه وکړه، چې د معلوماتو شریکولو او خپرولو برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي. نوموړي زیاته کړه چې دغه پروګرام د زمري په ۱۰ مه پیل او د وږي میاشتې تر پایه به دوام ومومي.
ورپسې، د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع خبرې وکړې وې ویل: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي، څو له دې لارې په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو په زیاتېدو سره، حقایق تر خلکو ورسېږي، پر نظام د هغوی باور زیات او د دولت او ولس ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا لا پیاوړې شي.
د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس، د وروستي یوه کال لاسته راوړنو ته په اشارې، د امارتي ادارو له مسئولینو څخه وغوښتل څو په دې پروګرام کې فعاله ونډه واخلي. دغه راز نوموړي د رسنیو له مسئولینو او خبریالانو هم غوښتنه وکړه، چې د حقایقو په خپرولو او د یاد پروګرام د مطبوعاتي ناستو په پوښښ کې هر اړخیزه همکاري وکړي.