د اقتصاد وزارت مسئولینو د پنجشنبې په ورځ ( ۱۱ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په دویمه ورځ، د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په تېر کال کې د یاد وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د افغانستان د ملي پراختیا د پنځه کلنې ستراتېژۍ د مسودې ترتیب، د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، پوهنې او روغتیا سکتورونو د وضعیت تحلیل، د کار د اقتصادي لیدلوري ترتیب، د غیر امارتي موسسو د فعالیتونو څارنه، د پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه او په ملي او نړیوالو ناستو کې فعاله ګډون، په وروستي یوه کال کې د یاد وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د وزارت مسئولین وایي، چې په وروستي یوه کال کې د غیر امارتي کورنیو او بهرنیو موسسو لخوا د بشري او بېړنیو مرستو او پراختیا برخه کې شاوخوا ۲۱۹۴ پروژې پلې شوي، چې له امله یې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. دغه راز په روان کال کې د نېږدې یو میلیارډ او اته سوه میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، شاوخوا ۱۳۳۸ پروژې تر کار لاندې دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، ۲۴۷۷ غیر امارتي موسسې په هېواد کې فعالیت لري، چې ۲۱۹۹ یې کورنۍ او ۲۷۸ یې بهرنۍ موسسې دي. دغه راز په تېر کال کې ۱۵۹ کورنۍ او ۱۴ بهرنۍ موسسې تازه ثبت شوي او د ۳۱۵ کورنیو او ۶۰ بهرنیو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي او د ۲۴ میلیونه ډالرو په اندازه، ۱۰۴۷ کورنیو او بهرنیو موسسو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوي دی.
د وزارت د مسئولینو په وینا، په مرکز او ولایتونو کې د ۳۷۹ پراختیایي پروژو د کار له جریان څخه څارنه شوې او د ۷۰ نورو پراختیایي پروژو، چې د هندوستان هېواد لخوا تموېلدې د وضعیت ارزونه شوې چې د ارزونې راپور یې د پروژو د چارو د بشپړېدو په موخه، له هغه هېواد سره شریک شوی دی.
د اقتصاد وزارت مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتېژۍ وروستي کول، د کرنې، کلیو پراختیا، روغتیا، پوهنې، حکومتولۍ، امنیت، او مسکن سکتورونو د وضعیت تحلیل، د حلقوي، ولایتي او کانونو د سړکونو د وضعیت تحلیل، د ۱۴۰۳ کال د کار د اقتصادي لیدلوري ترتیب، د بهرنۍ سوداګرۍ، پانګونې، خصوصي او بانکي سکتورونو د وضعیت تحلیل، د ۱۴۰۴ کال د ولایتي پراختیایي پروګرامونو اولویت بندي او غیر امارتي موسسو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول؛ په روان کال کې د اقتصاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
###