د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسئولینو، د چهارشنبې په ورځ (۱۷ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د دغې ادارې د مسئولینو په وینا، د وروستي یوه کال په جریان کې ۳ میلیونه او ۲۶۵ زره او ۶۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوي، چې د مخکیني کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
مسئولین زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ۷.۸ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوي او د دې بهیر له پیل څخه تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شویو الکترونیکي پېژندپاڼو کچه، ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسئولین وایي، هېوادوالو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، په مرکز او ولایتونو کې د اسان خدمت پنځه دفترونه فعال شوي، چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو د وېش او نورو برخو کې اړین خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه راز ډېر ژر به په پکتیا، فاریاب، فراه او کندوز ولایتونو کې هم د اسان خدمت څانګې پرانیستل شي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په بهر کې هېوادوالو ته د ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت څانګه فعاله شوې او تمه ده چې په نېږدې راتلونکي کې به په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو کې هم د اسان خدمت څانګې پرانیستل شي.
د احصایې ادارې مسئولینو زیاته کړه، د کره او دقیقو شمېرو موندلو په منظور یې د وروستي یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخو کې ګڼې سروې ګانې کړي چې پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوي دي.
دغه راز، د احصایې ادارې د موندنو له مخې، په تېر کال کې د هېواد ناخالصه تولید ۱۷.۲۳ میلیارډه ډالر وو، چې د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالي ښیي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال کې په ۲ میلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې په حاصلاتو کې یې د مخکیني کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دې ترڅنګ، د غلو حاصلات ۵ میلیونه او ۲۰۶ مټریک ټنه او د پُنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه وو، چې د مخکیني کال په پرتله په ترتیب سره، ۱۳.۲ او ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.
په بېلابېلو برخو کې د سروې ګانو په لار اچول، ۴ میلیونه ته، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش شمېر رسول، په کابل، بلخ، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت د څانګو فعالول، په ایران، پاکستان، سعودي عربستان، او ترکیې هېوادونو کې د اسان خدمت څانګو پرانیستل، د هرات په شین ډنډ، د ننګرهار په شینوارو، د غزني په مقُر، د بلخ په بلخ او د بدخشان په کیشم او راغستان ولسوالیو کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش څانګو پرانیستل؛ په روان کال کې د دغې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.