د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسئولینو، د سه شنبې په ورځ (۳۰ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د تقنیني او اصولي اسنادو د مسودې ترتیب، په ملکي او نظامي ارګانونو او عامه ځایونو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو منعه کول، د شکایتونو د ثبتولو لپاره د ۱۹۱ وړیا شمېرې فعالول، د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړول او د احکامو او فرامینو له تطبیق څخه څارنه؛ په تېر یوه کال کې د یاد وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د وزارت مسؤلینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د فرمان په صادرېدو سره، په ۳۳۸ مواردو کې په بدو کې د ښځو له ورکولو او ۲۹۵ مواردو کې د ښځو له پلورلو څخه مخنیوی شوی او ۱۳۱۳ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوي دي.
د مسئولینو په وینا، د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د فرمان په اساس، په ۷۸۹ مواردو کې د میراث له حق څخه بې برخې ښځې له میراث څخه برخمنې شوي، په ۲۶۳۸ مواردو کې د ښځو پر واندې د تاوتریخوالي مخه نیول شوې او د ۲۴۶۹ ناستو له لارې د عقیدوي انحرافاتو، غلطو رواجونو او منکراتو مخنیوی هم شوی دی. همدارنګه، د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) لخوا د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح شوی او اا تقنیني او اصولي سندونه چمتو او د طی مراحلو لپاره اړوندو مراجعو ته استول شوي دي.
مسؤلین زیاتوي، چې د وزارت ستراتېژیک پلان وروستی شوی او د ۱۱ امارتي ادارو په پالېسیو او ستراتېژیکو پلانونو کې له شرعي احکامو سره سمې اړینې سپارښتنې هم درج شوي دي. د دې تر څنګ، په ۲۷۵۱۸ امارتي او غیر امارتي ادارو، ۴۱۹۳۶۹ مسجدونو، ۹۶۳۵۵ ښوونیزو، تحصیلي او روغتیایي مرکزونو، ۶۸۹۷۹ هوټلونو، ۳۹۲۱۸ حمامونو او سلمانیو، ۱۵۵۷۵ سپورټي کلبونو او ۵۰۰ د خیاطۍ دکانونو او نورو عامه ځایونو کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه، هم اړین اقدامات تر سره شوي دي.
د تېر یوه کال پر مهال، ۲۵ شراب خونې تړل شوي، د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې له منځه وړل شوي، ۱۳۲۵۰ نشه یي ټابلېټ نیول شوي او عاملین اړوندو مراجعو ته سپارل شوي او په بازارونو کې د مبتذلو فلمونو خپرونکو ۲۵۶۴۷ کمپیوټر کارانو د فعالیت مخنیوی شوی دی. همدارنګه، د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو ۹۰ سلنه، نشرات اصلاح شوي، د ټولنې د اصلاح لپاره، په مرکز او ولایتونو کې ۳۰ زره غیر اخلاقي فلمونه له منځه وړل شوي، قیلون خونې او قمارخونې تړل شوي، ۴۴۸ تعویذ کوونکي او ۵۲۸ سحر کوونکي تر نیولو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د ۱۹۱ وړیا شمېر په فعالېدو سره په ټولیز ډول ۹۸۰۸ شکایتونه ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۵۴۸۶ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده. همداراز، په ۵۴ امارتي ادارو کې د احکامو او فرامینو د تطبیق له څرنګوالي څخه په دوامداره ډول څارنه شوې، د وزارت ۷۰۲۲ محتسبینو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۰۴ پروګرامونه جوړ شوي او د دعوت او ارشاد برخه کې د امارتي ادارو کارکوونکو ته، درسي نصاب هم چمتو شوی دی.
د مسؤلینو په خبره، د تقنیني او اصولي اسنادو ترتیب او وروستي کول، د پالېسیو انکشاف، په نظامي قطعاتو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول، د شکایتونو ثبتول او ورته رسېدنه او د عامه افکارو اصلاح؛ په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.