د ازموینو ملي ادارې مسئولینو، د شنبې په ورځ (۱۰ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د ازموینو ملي ادارې مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: تېر کال کې د تخنیکي او اداري پروسو د معیاري کولو، د کانکور ازموینو د جامع سیستم جوړولو، د ستراتېژیک پلان چمتو کولو، د افغانستان د ازموینو قانون مسودې د ترتیب او همدا راز د ۱۰ طرزالعملونو او ۲ مادو د تطبیق په برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.
مسئولینو زیاته کړه: په ۱۴۰۳ کال کې د کانکور ازموینې لپاره ۹۷۹۱۷ د ګډون کارتونه چاپ شوي، د ازموینې پوښتنې په څلور ژبو (پښتو، دري، انګلیسي او عربي) چمتو شوي او د ازموینې وخت له ۱۶۰ دقیقو څخه، ۴ ساعتونو ته زیات شوی دی. دغه راز، د لومړي ځل لپاره د دې ادارې دویمي واحدونه په کندهار، هرات، بلخ، بامیان، کندز، پکتیا او ننګرهار زونونو کې رامنځته شوي دي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې له پوهنې وزارت سره د شاوخوا ۴۰ زره ښوونکو د ازموینې اخیستو په موخه، د همکارۍ تفاهم لیکونه لیک لاسلیک شوي دي.
په تېر کال کې له ۱۷۷۰۲۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې او ۸۷۱۰۳ بریالي کسان بېلابېلو ادارو ته ورپېژندل شوي دي. په همدې ډول، د بېلابېلو ادارو ۵۸ ډله ییزې ازموینې په پوره شفافیت سره اخیستل شوي او پایلې یې هم اعلان شوي دي.
د ازموینو ملي ادارې مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور، متفرقه، اختصاصي، دیني، د ماسټرۍ پروګرامونو، د علمي کچې تثبیت، مالیې وزارت، طبي شورا، عامې روغتیا وزارت، د امر بالمعورف او نهې عن المنکر وزارت، نظامي اکاډمیو او د نورو ادارو د ازموینو لپاره، شاوخوا (۲۰۰) زره د نوم لیکنې فورمې توزیع شوي او له راټولولو وروسته، د ادارې په سیستم کې ثبت شوي دي.
د مسئولینو په وینا، د ۱۴۰۴ کال کانکور لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د افغانستان د ازموینو قانون مسودې نهايي کول، د ادارو د ډله ییزو ازموینو اخیستل، د سیستمونو پراختیا، د اوو زونونو په کچه د ادارې د دویمي واحدونو تجهیز او د تخنیکي او اداري سیستمونو معیاري کول، په روان کال کې د ادارې له مهمو لومریتوبنو څخه دي.#