د سټنډرډ ملي ادارې مسئولینو، د چهارشنبې په ورځ (۱۴ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د سټنډرډ ملي ادارې مسئولینو په یاد کنفرانس کې وویل: د کلتوري، اقتصادي، چاپېریالي، ځمکې، اقلیم او جغرافیایي موضوعاتو په اړه، ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاري پراختیا، مهندسۍ او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې ۶ کودونه، تدوین شوي دي.
مسئولینو زیاته کړه، د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو سره همغږي کول، په بېلابېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستي کول او د ۴۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل؛ په تیر کال کې د دې ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.
د مسئولینو په خبره، د سټنډرډ عالي شورا د تاسیس راهیسې، د کیفیت د مدیریت سیستم ، کرنیزو ، خوراکي، ساختماني او نفتي محصولاتو، نساجۍ او چرم ، کیمیا او پلاستیک مشتقاتو برخه کې ۲۴ سټنډرډونه تصویب شوي دي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په تېر کال کې ۳ میلیونه ۷۸۷ زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد، اوبلن ګاز او مشتقات یې د بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي چې له دې جملې څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.
په همدې ډول، تېر کال کې د هېواد له بندرونو څخه ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.
همدا راز مسئولین زیاتوي، چې د سټنډرډ ملي اداره اوسمهال د ISO، IEC، SMIIC، SARSO او ECO RESCOM په څېر د نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې د فعالیتونو د ښه تنظیم په موخه، د ۷ طرزالعملونو او ۲ مقررو مسوده چمتو شوې او ډېر ژر به نهایي شي.
په بېلابېلو برخو کې د ۱۱۰ سټنډرډونو ترتیبول، د سټنډرډونو د ترتیب په موخه له نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ زیاتول، له ترکمنستان، ایران او اوزبیکستان هېوادونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیکول، د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له تطبیق څخه څارنه، د سټنډرډ قانون او میټرولوژي قانون وروستي کول؛ په روان کال کې د دې ادارې مهم لومړیتوبونه دي.#