د افغانستان بانک مسئولینو، د پنجشنبې په ورځ (۱۵ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه بانک د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
افغانستان بانک مسئولینو په یاد کنفرانس کې وویل: د افغانستان د پولي او اسعارو سیاست طرحه او تطبیق، د هېواد اسعارو د رسمي زېرمو ساتنه او اداره کول، د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول، بانکونو او غیر بانکي مالي موسسو ته د جوازونو صادرول، د بانکي قوانینو او مقرراتو پلي کول او د هېواد مالي او بانکي سیستم مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا؛ د دغه بانک له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د اغېزناکه پولي سیاستونو د پلي کېدو له لارې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو ترڅنګ، د انفلاسیون د کنټرول برخه کې هم اغېزناک ګامونه اوچت شوي دي. همدارنګه، د افغانستان بانک د پرله پسې هڅو په پایله کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه لوړ شوی دی.
د مسئولینو په وینا، د افغانیو او ډالرو په بانکي حسابونو باندې لګول شوي محدودیتونه کم شوي او اوسمهال مشتریان کولی چې د افغانیو له حساب څخه، په اونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، همدارنګه له ډالري حساب څخه په اونۍ کې د ۱۰۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ زره ډالر او په میاشت کې د ۳۰۰۰ ډالرو پر ځای ۶۰۰۰ ډالر واخلي.
په همدې ډول، د افغانستان بانک په تېر کال کې له مرکز او ولایتونو څخه، د ۷ میلیارده ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت، زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي او د راکړې ورکړې برخه کې د ستونزو د حل په موخه یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي. دغه راز، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافیو د میکانیزه کولو قانون، د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) لخوا توشیح شو، چې د دې قانون په رڼا کې د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د تنظیم، معیاري او میکانیزه کولو برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.
د افغانستان بانک چارواکو د خپلو خبرو په دوام وویل: په تېر کال کې صرافیو او د پیسو خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته ۱۴۹ جوازونه صادر شوي، چې له دې سره د صادر شویو جوازونو ټولیز شمېر ۱۷۸۰ ته رسیږي. همدا راز له الکترونیکي پیسو څخه د ګټې اخیستنې ملي ستراتېژي تدوین شوې، د الکترونیکي پیسو ۵ موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او په پلورنځیو، رسټورانټونو، روغتونونو او دولتي او خصوصي ادارو کې ۱۲۵۸ کارت لوستونکې دستګاوې (POS) نصب شوي دي.
د مسئولینو په وینا، په مطلوب حد کې د انفلاسیون د نرخ ساتلو پر افغانیو باور زیات کړی او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو سبب شوی. دا حالت دا په ډاګه کوي چې مرکزي بانک د هېواد د اقتصادي بدلونونو په اداره کولو کې مهم او اړین رول لوبوي.
د افغانستان بانک د هېواد پر بانکي سیستم د یوه ناظر بنسټ په توګه، د بانکونو د فعالیتونو او مالي سلامت څارنې، د بانکي قوانینو او مقرراتو چمتو کولو، د بانکونو مالي حالت او نقدینګۍ ارزونې، د ضعف ټکو له منځه وړلو او د بانکي سیستم د ثبات او خوندیتوب برخه کې پرله پسې هڅې کړي دي.
مسئولین زیاتوي، چې په تېر کال کې ۵ تعقیبي، ۲ موخهییزې او ۱۲ غیر مترقبه بررسۍ، د پیسو مینځلو او له جرایمو څخه ترلاسه شویو عواید سره د مبارزې په موخه ۲۰ بررسۍ او د سوداګریزو بانکونو په اړه ۱۲۴ ارزونې او تحلیلونه تر سره شوي دي. د دې ترڅنګ، د صرافیو او پولي خدماتو له ۳۷۷ شرکتونو څارنه شوې، د الکترونیکي پیسو د موسسو په اړه ۸ داخلي او ۶ خارجي څارنې تر سره شوي او په مرکزي بانک کې ۷۰۰ سیستمونه ثبت او څېړل شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان بانک په تیر یو کال کې د انفرادي حسابونوپرانیستلو، د لومړنیو زېرمو، د غیر فعاله حسابونو د فعالولو او د شرکتونو او انفرادي حسابونو د کلني فیس برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.