د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئولینو، د دوشنبې په ورځ (۱۹ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: دغه وزارت د کار ملي کنفرانس په جوړولو او له بېلابېلو ادارو سره د ۱۵ تفاهم لیکونو په لاسلیکولو، هوډ لري چې ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
مسئولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د کار بازار له اړتیا سره سم، ۷۴۷۳۸ کسانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شوي دي. همدا راز ۱۱۸۷۵۵ کورنیو او ۳۳۸۱ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي، د فني او حرفوي زده کړو ۱۵ موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او د ۴ نورو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي.
د مسئولینو په وینا، د تېر کال په اوږدو کې له ۶۸ موسسو سره د پاملرنې، فني او حرفوي زده کړو او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي، چې له دې لارې ۶۰ زره کسانو ته ګټه رسېدلې او ۳ زره نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په همدې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په تېر یوه کال کې د اوو زونونو په کچه د کار بازار، کاري فرصتونو، کاري ځواک او فني او حرفوي زده کړو په اړه، هر اړخیز مطالعات ترسره کړي دي.
مسئولینو څرګنده کړه، چې په تېر یوه کال کې له ۶۳۴۱ یتیمانو سره مرسته شوې او ۱۰۲۹۷ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده. همدارنګه له قطر، روسیې او متحده عربي اماراتو سره د ماهرو او نیمه ماهرو کارګرانو د لېږلو په اړه، لازمه همغږي شوې او د ۹ تفاهم لیکونو مسودې هم په محلي او انګلیسي ژبه چمتو شوي دي. د دې تر څنګ، دغه وزارت له بېلابېلو ادارو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې له ۸۰۲۲۵۲ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د کار ملي کنفرانس د ژمنو تعقیب، د کار د جوازونو وېش، له ۲۷ ولایتونو څخه د کار بازار په اړه د هر اړخیزه معلوماتو راټولول او له قطر، ایران، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک تعقیبول، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د زونونو په کچه د کارموندنې مرکزونو جوړول، د تقنیني اسنادو نهايي کول، په امارتي ادارو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونو تنظیم، د کارموندنې موسسو له کړنو څخه څارنه، د روزنیزو، فني او حرفوي پروګرامونو په لار اچول، د ماشومانو قضیو ته رسېدنه، د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو دوام او د کاري فرصتونو رامنځته کول؛ د وزارت تر کار لاندې پروګرامونه دي.