د پوهنې وزارت مسئولینو، د چهارشنبې په ورځ (۲۱ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د پوهنې وزارت مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې ۱ میلیون ۴۴۵ زره او ۸۴۰ تنه نوي زده کوونکي جذب شوي، چې په دې سره په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده کوونکو ټولیز شمېر څه باندې ۱۰ میلیونه او ۹۱۴ زرو ته رسېږي. همدا راز، د هېواد په کچه ۱۰۶ دولتي او ۲۱۰ خصوصي ښوونځي نوي تاسیس شوي، چې په دې سره د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټولیز شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ ته لوړ شوی دی.
مسئولینو زیاته کړه، په ټولیز ډول ۱۵۲ دولتي او خصوصي لومړنيو ښوونځیو، منځنیو ښوونځیو او ۱۱۹ دولتي او خصوصي منځنيو ښوونځيو لېسو ته ارتقا کړې ده. همدارنګه ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ محلي ټولګي د کوچیانو ماشومانو ته ځانګړي شوي، چې اوسمهال ۴۱ زره او ۸۲۴ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. همدارنګه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۸۴ معلولو ماشومانو ته د ځانګړو زده کړو ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړې زمینه برابره شوې او په ۱۹ ولایتونو کې ۳ زره او ۸۴۴ معلولو زده کوونکو ته درسي وسایل او امکانات برابر شوي دي.
د مسئولینو په وینا، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د درسي کتابونو او مفرداتو د بیا کتنې او اصلاح او په تعلیمي بنسټونو کې د خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ارزونې برخه کې پرله پسې هڅې کړي دي.
په همدې ډول، له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره او ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، د اسلامي زده کړو د مرکزونو لپاره ۶۱۷ زره او ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه او د سواد زده کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه کتابونه چاپ او وېشل شوي دي. دغه راز د څه باندې ۱۶ زره ښوونځیو د ښوونیز پلان له تطبیق او په ښوونیزو مرکزونو، محلي ټولګیو او سواد زده کړې پروګرامونو کې د څه باندې ۲۱ زره ښوونکو د تدریس له بهیر څخه څارنه شوې، چې له دې جملې څخه ۵۰۷۶ ښوونکي د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته معرفي شوي دي.
مسئولین زیاتوي، چې په تېر کال کې د وزارت ۲۴۸۱۱۳ کارکوونکو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي او د هېواد په کچه د ۱۹۶۶۹ مدرسو، ۱۲۷۷ دارالحفاظونو، ۱۱۵ دارالعلومونو او ۳۹ دارالایتامونو په ګډون د اسلامي زده کړو ۲۱۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي، چې ۳ میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه پکې په اسلامي زده کړو بوخت دي.
په تېر کال کې د هېواد په دننه او بهر کې د اسلامي زده کړو مرکزونو د فارغانو د تحصیلي اسنادو ارزونې په موخه په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره د سویې د تثبیت فورمې وېشل شوې، چې د ازموینې تر اخیستو وروسته، ۳۵۳۲ تنه خامسه او ۵۸۷۹ مافوق الثانویه دورې ته بریالي شوي. همدا راز ۳۳۶ قاریان هم په یاده ازموینه کې کامیاب شوي دي.
د مسئولینو په وینا، د پایلو او شهادنامو اسنادو د طی مراحلو او انتقال بهیر د ساده او ګړندۍ کولو په موخه، په دې وروستیو کې له افغان پوسټ سره د همکارۍ تړون لاسلیک شوی دی. همدارنګه د لا زیاتو همکاریو د جلبولو په موخه له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ ۱۹ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي او ۳۵۷۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.
په همدې ډول، د دولسم ټولګي فارغانو ته ۳۰۳ زره شهادتنامې وېشل شوي او د فارغانو ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره قطعې نتایج په الکترونیکي سيستم کې ثبت شوي دي. دغه راز په ښوونیزو بنسټونو کې د ازموینو کیفیت د ښه والي په موخه، د معیاري ازموینو بورډ او د معیاري پوښتنو بانک رامنځته کول، د پوهنې قانون د مسودې چمتو کول، د مدرسو د تاسیس او د جهادي مدرسو رامنځته کولو د قوانینو نافذول؛ په تېر کال کې د دغه وزارت له نورو اقداماتو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ښوونځیو، مدرسو او اداري دفترونو د جوړولو لپاره ۸۰۴ جریبه ځمکه تدارک شوې، ۹۸۱ اساسي او ترمیماتي پروژې تر کار لاندې دي، په ولایتونو کې ۶۵۰ ښوونځي او مدرسې جوړ او ۱۵۰۰ نور ښوونځي او مدرسې ترمیم شوي دي.