د افغاني سرې میاشتې مسئولینو، د شنبې په ورځ (۲۴ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ټولنې د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د طبیعي پېښو ۱ میلیون ۴۳۰ زره او ۳۶ زیانمنو او اړمنو کسانو سره، نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې، چې اوړه، غوړي، لوبیا، وریژې، بوره، مالګه، چای، مکروني، بیسکویت، نخود، خیمې، ترپالونه او ظروف په دې مرستو کې شامل وو او پر مستحقو کسانو وېشل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دغې ادارې په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له ۲۲۷۳۵ قربانیانو سره بشري مرستې کړې دي.
مسئولینو زیاته کړه، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه بنسټ له مهمو لومړیتونو څخه دی، چې د ۴۶ ثابتو روغتونونو، ۳۶ فرعي کلینیکونو، ۶۵ بېړنیو روغتیايي ټیمونو، ۳۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او د کتلوي معافیت د ۴۵ روغتیايي کمپونو له لارې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. همدارنګه په تېر کال کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د ۲۲۱۲ ماشومان په ګډون، ۵ میلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه مستفید شوي دي.
د مسئولینو په وینا، دغه بنسټ په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د پنځه مرستونونو له لارې، د ۱۴۹۵ بې سرپرسته وګړو پالنه کړې او په تېر کال کې د یادو مرستونونو له لارې، ۸۱۱۰ کونډو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.
په همدې ډول، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې، ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي، چې له دې ډلې ۳۰ زره او ۵۴۳ تنه مستحق پیژندل شوي او په میاشتني ډول له دې بنسټ څخه نغدي مرستې ترلاسه کوي، چې په تېر کال کې په ټولیز ډول ۵۳ میلیونه ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ سوالګرو ته ورکړل شوي دي.
مسئولین وایي، چې د وروستي یوه کال پر مهال، په هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کورنیو سره هم، ۲۰۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.
په همدې ډول، د تېر یوه کال په ترڅ کې د هېواد په شمال ختیځ زون کې یو مرستون جوړ شوی او د بامیان، بغلان، میدان وردګ، لغمان، کاپیسا، پروان، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو په نمایندګیو کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د لمریزې برېښنا سیستم نصب او ګټې اخیستل ته سپارل شوی دی.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د تېر کال په اوږدو کې ۳ زره او ۶۴۹ تنو د دې بنسټ غړیتوب ترلاسه کړی او په یاده موده کې داوطلبانو او د دې بنسټ کارکوونکو ته بېلابېل روزنیز ورکشاپونه هم جوړ شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په وروستي یوه کال کې د دې بنسټ په ۳۵ ښوونیزو مرکزونو کې ۵۴ زره او ۸۷۹ هلکانو او نجونو ته د دیني او کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شوې ده. دغه راز، ۱۹ تنه د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي، چې د درملنې مودې له بشپړولو وروسته به بېرته هېواد ته راستانه شي.