د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسئولینو، د دوشنبې په ورځ (۲۶ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې اکاډمۍ د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د علومو اکاډمۍ مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې شوي او ۲۰۸ نورې تر کار لاندې دي. همدارنګه، د دې ادارې لخوا د هېواد په کچه، په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او ۶ علمي -څېړنیز سیمینارونه هم جوړ شوي دي.
مسئولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې ۳۴ کتابونه چاپ او ۲۵ نور ژباړل شوي او د څېړونکو او لیکوالانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ادارې په کتابتون کې ۱۸۵۰۰ کتابونه هم ور زیات شوي دي.
په همدې ډول، د تېر کال په اوږدو کې د دې ادارې ۴ تنه علمي غړي د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو څخه فارغ او ۲۰ تنه نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته ور پېژندل شوي دي.
د مسئولینو په وینا، د علومو اکاډمۍ شپږکلن ستراتېژیک پلان چمتو شوی او د اسلامي بانکدارۍ په اړه، رهنمودي اسناد هم بشپړ شوي دي. د دې ترڅنګ، په تېر کال کې د همغږۍ پیاوړتیا، له علمي ـ تحقیقي برخو څخه د لیدنې او له اړوند برخو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک په موخه، د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي، د روسیې، ایران، متحده عربي اماراتو، جاپان او چین هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
مسئولین زیاتوي، چې د علمي همکاریو د کچې لوړولو په موخه، له اوو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ورځنیو چارو د لا ښه انسجام او تنظیم په موخه، د علومو اکاډمۍ تقنیني اسناد چمتو شوي او ډېر ژر به د بیا کتنې په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شي.