د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولینو، د یکشنبې په ورځ (۲۵ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: تخنیکي او مسلکي زده کړې د مسلکي کاري ځواک په روزنه او پراختیا کې مهم رول لري او دا بشري پانګه له تخنیکي انکشاف، کارموندنې، بې وزلۍ کمولو او د هیواد له اقتصادي ودې سره مستقیمه اړیکه لري.
مسئولینو زیاته کړه، چې د دې ادارې د خدمتونو او کاري پروګرامونو د کیفیت او کمیت د ښه والي او د متخصص کاري ځواک د پیاوړتیا په موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پنځه کلنه ستراتیژي منظور او تطبیق شوې ده. همدارنګه، په تېر کال کې د افغانستان د غوره اختراعاتو او نوښتونو ملي نندارتون جوړ او د نوښتونو ۱۵۲ پروژې د تطبیق په موخه امارتي ادارو ته ور پېژندل شوي دي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اهميت او مقام په اړه د پوهاوي ورکولو زيات پروګرامونه په لار اچول شوي همدارنګه، ۲ محصلين او ۲ استادان هم د نوښت په سيالۍ کې د ګډون لپاره، چين ته استول شوي دي. همدا راز، د ۳۷۴۵ فارغانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې پرله پسې هڅې شوي او ۷۶۹ تنه فارغان په امارتي ادارو او خصوصي سکتور کې جذب شوي دي.
تېر کال کې ۱۱۰۶۷ محصلین او زده کوونکي له تعلیمي مرکزونو څخه فارغ او ۳۲۷۲۰ تنه نور پکې شامل شوي دي. همدارنګه، ۸۱۵۰ تنو ته د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرامونه او ۱۰۰ تنو فارغانو ته د کار پنځونې ورکشاپونه دایر شوي دي.
د مسئولینو په وینا، د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو کې د موجودو څانګو بیاکتنه شوې او د نويو څانګو رامنځته کولو لپاره لازم تدابير نيول شوي، د نهو هېوادونو له تخنيکي او مسلکي زده کړو څخه نمونه اخیستل شوې او د درسي منابعو، علمي او څېړنيزو رسالو د ليکلو لارښود هم چمتو شوی دي. د دې ترڅنګ، په کابل ښار کې د افغانستان ملي معیاري انسټیټیوټ رامنځته شوی او د یوه علمي او عملي پوهنتون د فعالولو هر اړخیزه طرحه هم چمتو شوې ده.
مسئولین زیاتوي، چې ۱۰ مفکورې تر تحلیل او ارزونې وروسته پر پروژو بدلې شوي او له یو شمېر ادارو سره د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو د جوړولو په برخه کې همکاري زیاته شوې ده. دغه راز، پلانونه، پالېسیانې، تقنیني اسناد او انکشافي طرحې چمتو شوي، د تخنیکي، مسلکي او ځانګړو زده کړو استادانو ته روزنیز ورکشاپونه جوړ شوي او په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو څانګو د عملیاتي پلان د تطبیق او اجرااتو د څرنګوالي په اړه، ارزونه تر سره شوې ده.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له ۱۶ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي او له ۲۵ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا او ښه والي په برخه کې اړینه همغږي شوې ده.#