د پوهنې وزارت مسئولینو د یکشنې په ماسپښین، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت اړوند د ۸۰۰۰ خالي بستونو اعلان ته د سپارلو په اړه خبر وکړ.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال، محترم مولوي عبد الخالق صادق په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د اسلامي امارت ټول مسئولین د ملت په خدمت کې لګیا دي او ټول تمرکز یې په دې ور ټول دی چې ولس ته د هوسا او ارام ژوند زمینه برابره کړي.
محترم صادق زیاته کړه، د پوهنې په ډګر کې د ښو او معیاري خدمتونو وړاندې کولو او د بشري سرچینو د کمښت ستونزې د حل په موخه، د هېواد په کچه، د پوهنې وزارت اړوند شپږم او پنځم اداري او د ښوونکي ۸۰۰۰ خالي بستونه اعلان ته سپارو او د ډله ییزې ازموینې اخیستو ټول واک یې د ازموینو ملي ادارې ته ورکوو.
د پوهنې وزارت د مسئولینو په وینا، د کندهار، هرات، زابل، فراه، میدان وردګ، ارزګان، هلمند، خوست، پکتیا، غزني، ننګرهار، غور، لغمان، نمیروز، نورستان، پنجشیر، بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، سرپل او کابل ولایتونه په لومړي پړاو کې شامل دي او یادو بستونو ته د نوم لیکنې د پیل نېټه د ۱۴۰۳ کال د وږي ۲۵مه او د پای نېټه یې د همدې کال د تلې میاشتې ۴مه نېټه ټاکل شوې ده.
دغه راز، پروان، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، بغلان، کندز، بدخشان او بادغیس ولایتونه په دوهم پړاو کې شامل دي، چې یادو بستونو ته د نوملیکنې نېټه به یې وروسته په ډاګه شي.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست، محترم شیخ عبدالباقي حقاني په یاد کنفرانس کې وویل: زه ټول ولس ته اطمینان ورکوم، چې د یادو بستونو ازموینه به په بشپړ شفافیت سره واخیستل شي او د یوې شفافې او رڼې پروسې له لارې به وړ او مناسب کسان بریالي وپېژندل شي.
محترم حقاني، په شرایطو برابرو ځوانانو نه وغوښتل چې په پوره شوق او ذوق سره په ازموینه کې ګډون وکړي او د بریالتوب په صورت کې هېواد او خلکو ته د خدمت مصدر وګرځي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، کاندیدان کولی شي چې د یادو بستونو د نوم لیکنې فورمې په ولسوالیو کې د پوهنې له آمریتونو، په ولایتونو کې د پوهنې له ریاستونو او د کابل ښار د تعلیمي حوزو اړوند سایټونو څخه ترلاسه کړي. دغه راز د اعلان شویو بستونو په اړه بشپړ معلومات د پوهنې وزارت پر وېب سایټ هم موجود دي.