د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسئولینو، د سه شنبې په ورځ (۲۷ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: له ۱۰۰ خصوصي پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او ښوونیزو مرکزونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې، په مرکز او ولایتونو کې ۱۵۸۱ تنه ځوانانو ته د وړیا او ۱۷۷۸۷ نورو ته په تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره شوې ده. دغه راز، له نړيوالو ادارو سره په تفاهم او همغږۍ د ځوانانو د مسلکي زده کړو او ظرفيت لوړونې لپاره، ۱۸ ښوونیز مرکزونه رامنځته شوي، چې ۱۴ زره ځوانانو ور څخه ګټه پورته کړې ده.
مسئولینو زیاته کړه، چې د تېر کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د وړتیاوو لوړونې په موخه، ۳۱۰ روزنیز سيمينارونه او فرهنګي غونډې جوړې شوي دي.
د وزارت د مسئولینو په وینا، په تېر کال کې د رسنیو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شوې ده.همدارنګه د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د اسلامي امارت له پالېسۍ سر سم اصلاح شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، دغه وزارت هوډ لري، چې ګرځندوی صنعت ته په معیاري توګه وده ورکړي، په همدې موخه تېر کال کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ فعال او اوسمهال عملاً زده کوونکي پکې روزل کېږي. همدا راز په تېر کال کې شاوخوا ۹ زره بهرنیو او څه باندې ۹ میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده. د دې تر څنګ، کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم دوام لري.
د ګرځندوی صنعت په برخه کې ۳ زره شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ثبت دی، چې په زرګونو کسان پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.
مسئولین زیاتوي، چې تر اوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشل شوي، د یوټیوب چینلونو لپاره کړنلاره نهايي شوې او د خبریالانو د صندوق کړنلاره هم چمتو شوې ده. دغه راز، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې تثبیت او پېژندل شوي دي.
په همدې ډول، د څه باندې ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د تیاتر د ۱۲ نمایشونو تدویر، د بېلابېلو دورو د ۲۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د مسئولینو په خبره، د بېلابېلو مسايلو په اړه ۶ مستند فلمونه جوړ او خپاره شوي، ۱۱ فلم نامې او سريالونه اصلاح او د نقاشۍ، خطاطۍ، میناتورۍ او لاسي صنايعو ۲۰ نندارتونونه په لار اچول شوي دي. همدارنګه د باختر خبري اژانس، دولتي ورځپاڼو او بیهقي کتابتون د فعالیتونو د بډاینې او پیاوړتیا لپاره هم مهم ګامونه پورته شوي دي.#