د سترې محکمې مسئولینو، د چهارشنبې په ورځ (۲۸ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې محکمې د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د سترې محکمې مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) د حکم له مخې، د نېکمرغه کوچني او لوی اختر په مناسبت ۲۳۰۴ تنه بندیان ازاد شوي او ۱۹۲۰ تنه نور د اړوندو مراجعو له لوري له تخفیف څخه برخمن شوي دي.
مسئولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې په مجموعي توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل شوي دي.
د سترې محکمې د مسئولینو په وینا، په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۵۰ زره او ۷۶۲ حقوقي او جزایي قضیې په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو کې په دوران کې وې، چې له دې جملې څخه ۲۰۳ زره او ۴۷۸ قضیو ته په ابتدائیه، ۳۴۷۶۲ قضیو ته په مرافعه او ۷۸۹۲ قضیو ته په تمیز محکمو کې رسېدنه شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
مسئولین زیاتوي، چې د یادو قضیو له جملې څخه، د نشه یي توکو اړوند ۸۰۰۵ او د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳۳۷۳ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.
د مسئولینو په وینا، سترې محکمې په وروستي یوه کال کې ۱۷۹ زره او ۸۱۸ وثیقې اجراء او په ډېټابېس کې ثبت کړي دي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په تېر کال کې د کابینې ۳۳۵ مصوبات او د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) احکام او فرمانونه سترې محکمې ته رسیدلي، چې په اړه یې اصولي اجراآت تر سره شوي دي.
په همدې ډول، په تېر کال کې د سترې محکمې عالي شورا، ۳۸ ناستې کړي، چې په دې ناستو کې د ۱۹۱ مهمو موضوعاتو په تړاو اړینې پرېکړې تر سره شوي دي.
د سترې محکمې مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د تفتیش لوی ریاست موظف پلاوي، ۵۳۳ موضوعات له نافذه اصولو او مقرراتو سره سم تفتیش کړي دي. سربېره پر دې، ټاکل شوي پلاوي په وروستي یوه کال کې ټولو ولایتونو ته سفرونه کړي، د مرافعه، ښاري او ولسوالیو د ابدائیه او نورو محکمو د تفتیش تر څنګ یې له زندانونو هم لیدنه کړې او د زندانیانو د وضعیت ارزونه یې تر سره کړې ده.#