د امارتي ادارو د انکشافي سکتور ویندویانو او د دولتي او خصوصي رسنیو له خبریالانو او مسئولینو د همغږۍ ناسته، د دوشنبې په ورځ (۲۳ تله ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.
په پیل کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د غونډې پر اهمیت خبرې وکړې او د غونډې موخه یې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د تعامل او همکارۍ د کچې لوړول او د نظام د لاسته راوړنو ښه انعکاس وباله.
ورپسې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کوي چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته په ګډه حللاره پیدا کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، اسلامي امارت په هره برخه کې ښې او ملموسې لاسته راوړنې لري، چې د دې لاسته راوړنو د لا ښه انعکاس په موخه، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا اړینه ده او مونږ هڅه کوو چې د ویندویانو او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناستو په جوړولو سره، له یوې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزې هوارې او له بلې خوا د لاسته راوړنو انعکاس ته لا ښه زمینه برابره شي.
وروسته د رسنیو مسئولینو او خبریالانو په خپل وار سره ویناوې وکړې او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پیاوړتیا په موخه یې د رسنیو مرکز لخوا د داسې ناستو جوړول یو ښه او پر ځای اقدام وباله.
د رسنیو مسئولینو او خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د ستونزو د حل لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.
دغه راز، د ټولګټو، کور او ښار جوړولو او کانونو او پترولېم وزارتونو او سټنډرډ ملي ادارې ویندویانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د رسنیو مرکز له رهبرۍ یې مننه وکړه چې د ویندویانو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا برخه کې اغېزناکه هڅې کوي.
د یادو ادارو ویندویانو وویل، چې د لاسته راوړنو د انعکاس، اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو سره د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا برخه کې به بشپړه هڅه وکړي څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې او د اطلاعاتو شریکولو بهیر چټک او پیاوړی شي.