د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برخې له یو شمېر محصلینو سره وکتل.
یادو محصلینو په هیواد کې د دوکتورا تر کچې د لوړو زده کړو پیل غوره ګام وباله او په نورو پوهنتونونو کې یې هم د دوکتورا په کچه د زده کړو د پیل غوښتنه وکړه.
هغوی د خپلو زده کړو او څېړنو لپاره شته اسانتياوې وستايلې او په ځينو نورو برخو کې يې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر له دغو محصلینو سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه او وې ویل، افغان ټولنه ښه ظرفیتونه لري او اسلامي امارت د ځوانانو او کادرونو ښې روزنې ته پوره ژمن دی.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، د اسلامي نظام حاکمیت د هیواد د غوره راتلونکې لپاره یو ښه پیل دی او له شته سولې او امنيت څخه به د افغانستان د ابادي لپاره ښه استفاده وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، د بېلابېلو پرمختګونو تر څنګ په سیاسي برخه کې هم پام وړ پرمختګونه شوي او په نږدې راتلونکې کې به له یو شمېر نورو هیوادونو سره هم سیاسي اړیکې پیل شي هغه زیاته کړه، په دې وروستو کې نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت په درک سره په خپلو څرګندونو کې بدلون راوستلی دی.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت په ټولنه کې شته ستونزو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې حللارې لټوي.نوموړي د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برخې محصلینو ته ډاډ ورکړ چې وړانديزونو ته به یې پاملرنه وشي.