د سیاسي، امنیتي او دفاعي سکتورونو د مطبوعاتي او کورنیو او بهرنیو رسنیو د مسئولینو او خبریالانو د همغږۍ ناسته، د چهارشنبې په ورځ (۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
محترم ناصري وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کوي چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته په ګډه حللاره ومومي.
ښاغلي ناصري زیاته کړه، د نظام د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا اړینه ده او مونږ هڅه کوو چې د ویندویانو او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناستو په جوړولو سره، له یوې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزې هوارې او له بلې خوا د لاسته راوړنو انعکاس ته لا ښه زمینه برابره شي.
وروسته د رسنیو مسئولینو او خبریالانو په خپل وار سره ویناوې وکړې او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پیاوړتیا په موخه یې د رسنیو مرکز لخوا د داسې ناستو جوړول یو ښه او پر ځای اقدام وباله او له دې مخکې د ورته ناستو پایله یې مثبته وارزوله.
د رسنیو مسئولینو زیاته کړه، له دې وړاندې د بېلابېلو سکتورونو ویندویانو سره د همغږۍ ناستې ګټورې وې او د یادو سکتورونو د ویندویانو او رسنیو ترمنځ همکاري او همغږي تر پخوا څخه زیاته شوې ده.
په همدې ډول، د چارو ادارې، ملي دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو مطبوعاتي مسئولینو هم په خپل وار سره خبرې وکړې، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا برخه کې یې د رسنیو مرکز د هڅو ستاینه وکړه.
د یادو ادارو مطبوعاتي مسئولینو وویل، چې د لاسته راوړنو د انعکاس، اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو سره د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره به بشپړه هڅه وکړي څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې او د اطلاع رسونې بهیر چټک شي.
په پای کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز- رسنیو سره د اړیکو آمر، محترم محمد آصف احمدزوی، د غونډې جمع بندي تر سره کړه او له دواړو لوریو څخه یې وغوښتل چې د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره اړین فرصتونه برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي سطحه لوړه او تعامل لاپسې پراخ کړي.