د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبد الكبير د شيخ عبد الباري په مشرۍ د بغلان ولایت له يو شمېر علماوو او د مدارسو له استادانو سره وکتل.
راغلو علمای کرامو په بغلان ولایت کې د اسلامي امارت چارې مثبتې و ارزولې او زیاته یې کړه، د اسلامي نظام په راتګ سره امن راغلی او هیوادوال په ارامه فضا کې ژوند کوي.
يادو علماوو د ځوان نسل پر زده کړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اسلامي امارت دې د ښوونيزو مرکزونو پیاوړتیا ته لا ډېر پام وکړي. دوی دغه راز په بغلان کې یوې دیني مدرسې ته د ليليې، د ځمکې ځانګړې کولو او یو لړ نورو مسائلو په هکله خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء له سياسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير، د بغلان ولایت علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وويل، اسلامي امارت د مسؤل او اسلامي نظام په توګه د علماوو او قومونو مشورو ته اړتيا لري او همدارنګه حکومت خپلې چارې د ولس غوښتنو ته په پام مخکې وړي.
د رياست الوزراء سياسي مرستیال زياته کړه، هر کال اسلامي امارت د ښوونیزو مرکزونو د غوره فعالیت لپاره لویه برخه بودیجه ځانګړې کوي او هڅې روانې دي چې د مدارسو په ګډون د ټولو تعليمي بنسټونو ستونزې حل شي.