د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار دوه وېشتمې ناحیې د ګذر وکیلانو سره په ارګ کې وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د ښې همغږۍ ترڅنګ پر وخت ولسونو ته خدمت ترسره او ستونزو ته یې رسیدګي وکړي.
وروسته ښاغلي شېرولي او حاجي مؤمن د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د هیواد د بیارغاونې او عمراني چارو په برخه کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او له خپل لورې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی دغه راز د کابل ښاروالۍ له لورې په دوه وېشتمه ناحیه کې د ودانیو د کار پېلولو د اجازې، د روغتونو او کلینکونو د جوړولو، د ښوونځیو او ښوونکو د بستونو د کمبود، خلکو ته د کار موندنې او د ولسونو ستونزو ته پر وخت د رسېدګۍ په موخه د امنیتي حوزې د ایجاد په برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره په لیکلي بڼه شریک کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع یادو وکیلانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، په اسلامي امارت کې د قومونو تر منځ تبعیض نشته، مسؤلین یې هڅه کوي خپلې دندې په صادقانه توګه ترسره او د خپل توان په محدوده کې ورته رسیدګي وکړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، د تېرو شلو کلونو په موده کې په ډېرو برخو په ځانګړي ډول د ځمکو او شرعي قبالو په برخه کې زیات جعل او تذویر شوی، همدا لامل دی چې پلټنه او څارنه یې زیات وخت او دقت غواړي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د دې په بیانولو سره چې د افغانستان اسلامي امارت په خپلو چارو کې د ولس لومړیتوبونه په پام کې نیسي وویل، د اسلامي امارت د مسؤلینو دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې دي، موږ کوښښ کوو ستاسې ستونزې او وړاندیزونه د حل په موخه له اړوند ادارو سره شریک کړو.