د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولايت د ورسج ولسوال محترم مخدوم ذبيح الله مسافر سره وکتل.
د دې کتنې په پيل کې، محترم مخدوم ذبيح الله مسافر د تخار او په ځانګړي ډول د ورسج ولسوالۍ د ټولنيز او امنيتي وضعیت او د يادې ولسوالۍ د مسؤلينو د کړنو په اړه وويل، ځايي مسؤلين او د اسلامي امارت مجاهدين د امنيت تأمين، خلکو ته د خدمت او د هغوی غوښتنو ته د رسيدګي په برخو کې تل هڅه کوي.
د ورسج ولسوال د روغتيايي مرکزونو جوړولو، د مواصلاتي لارو ترميم، د انکشافي پروژو تطبیق او په تخار او ځانګړي ډول ورسج ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو جوړولو په اړه د خلکو غوښتنې د رياست الوزراء اداري مرستيال سره شريکې کړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولايت د ورسج ولسوال سره پر دې کتنې خوښي وښوده او وې ويل، د اسلامي امارت مسؤلين بايد د ټولنيزې هوساينې او هيوادوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په هره برخه کې د هغوی غوښتنو ته له ځنډ پرته رسيدګي وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د مطرح شويو وړانديزونو په اړه وويل، د اسلامي امارت اړونده ادارې به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې لازم اقدام ترسره کړي.#