د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او ۲۰ موسسو مسئولینو د سه شنبې په ورځ (۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، په دې خبري کنفرانس کې وویل: د تخنیکي زده کړو اداره د نړیوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په همکارۍ له ۲۵ ملي بنسټونو (NGO) سره، د ۲.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د مهمو پراختیایي پروژو د تطبیق برخه کې هوکړې ته رسېدلې ده.
محترم فاضل زیاته کړه، له هغې جملې څخه نن له ۲۰ کورنیو موسسو سره د پروژو د تطبیق تفاهم لیکونه لاسلیک شول، چې ټولیز ارزښت یې ١٨ لکه امریکایي ډالر دی.
د ښاغلي فاضل په خبره، دغه پروژې چې موخه یې د کورنیو او ټولنې لپاره د خوړو خوندیتوب، د مسلکي او حرفوي مهارتونو له لارې کار پنځونه، د زیانمنونکو قشرونو د تغذیې ښه والی او د ځوانانو لپاره د دوامداره کاري فرصتونو رامنځته کول دي؛ په بامیانو، ډایکندي، کندهار، هلمند او خوست ولایتونو کې پلې کېږي.
د محترم فاضل د معلوماتو له مخې، یادې پروژې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر چتر لاندې تطبیق او چارې به یې په راتلونکو ۵ میاشتو کې بشپړې شي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل، چې دغې ادارې د ۵ لویو ښوونیزو پروګرامونو په لرلو، تل هڅه کړې چې د کار بازار اصلي اړتیاوو ته په کتو، د بېلابېلو ډلو لپاره د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د زدهکړې زمینه برابره کړي. د دې ادارې له مهمو پروګرامونو څخه یو هم لنډمهاله فني او حرفوي زده کړې دي، چې تر اوسه په ټول هېواد کې په عملي ډول تطبیق شوي او د پام وړ پایلې یې لرلي دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د دې ادارې د فني او حرفوي زده کړو له ۶۱۸ مرکزونو څخه، ۱۲۸۳ تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.