د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزرات د مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي په ملتیا پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جهادي مدرسې په انګړ کې په دې جوړه شوې غونډه کې علمای کرامو، قومي مخورو، سمه ییزو مسؤلینو، ښوونکو، زده کوونکو او ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی وو.
د پکتیکا والي محترم مولوي عبدالخالق عابد یاد ولایت ته د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په سفر خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت مشران له توپیر پرته د هرې سيمې د خلکو غږ اوري او ستونزو ته يې رسيدګي کوي.
په غونډه کې د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ فقیر محمد محمدي ګډونوالو ته د پکتیکا له جهادي مدرسې د علماوو د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت ټولو ښوونیزو بنسټونو ته یو شان اسانتیاوې چمتو کړي او د پراختیا هڅې یې روانې دي.
دغه راز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پکتیکا ولایت ته په خپل سفر او د جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې پر ګډون خوښي څرګنده کړه او ټولو فارغو شويو علماوو، د هغوی کورنیو او استادانو ته یې مبارکي وویله.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې د هیواد په کچه مدرسې او ښوونځي په بشپړ امنیت کې فعالیت کوي.
محترم مولوي عبدالکبیر، په جهادي دورو کې د پکتیکا د ولسونو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، له نېکه مرغه ټول افغانان په حاکم اسلامي نظام کې خپل ځان ويني.
نوموړي څرګنده کړه، هماغسې چې اسلامي امارت د فساد او نورو ناخوالو پر وړاندې بریالی دی، د فقر د کچې ټیټولو لپاره هم هڅې پیل شوي او په نږدې کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا زيات پیاوړی شي.
محترم سیاسي مرستیال وويل، اسلامي امارت د پخوانیو حکومتونو په شان وخت نه ضایع کوي، بلکې د هیواد رغونې ته جدي پام لري او په تېرو څه باندې دریو کلونو کې ګڼې پروژې پلې شوي او نور پراختیایي کارونه هم په پلان کې دي.
هغه د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ادارې پیاوړې وبللې او زياته يې کړه، مجاهدین توانیدلي فتنه ګر د افغانستان له خاورې ورک کړي.
محترم سیاسي مرستیال دغه راز زیاته کړه، اوس څوک په مدرسو او پوهنتونونو کې د ناسمو افکارو د خپرولو جرئت نشي کولای او اسلامي امارت هم په خپل تاریخ کې په اسلامي او دیني ارزښتونو معامله نه ده کړې.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د پخوا په پرتله ډېر قوي شوی او دا مهال له ګڼو هېوادونو سره سياسي او اقتصادي اړیکې لري.
د ناستې په پای کې محترم سیاسي مرستیال یو ځل بیا فارغ شويو علماوو ته مبارکي وویله او هغوی یې په نغدي ډالیو ونازول.