د کانونو او پترولېم وزارت او ساکو افغان شرکت مسئولینو د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبد الغني برادر اخوند په حضور کې د سه شنبې په ورځ (۴ مرغومی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د لوګر ولایت د التمور ساحې د سمنټو تولید سترې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست، محترم ملا هدایت الله بدري په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن یو ځل بیا د سمنټو تولید د یوې سترې پروژې د تړون د لاسلیک شاهدان یو.
ښاغلي بدري زیاته کړه، د دغې مهمې او حیاتي پروژې د تړون موده ۳۰ کاله ده او افغان ساکو شرکت به پکې ۱۴۵ میلیون ډالره پانګونه وکړي.
د محترم بدري په وینا، د دې پروژې په تطبیق سره به هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه سمنټ تولید شي، چې د سمنټو برخه کې به تر ډېره بریده د هېواد اړتیاوې پوره کړي.
د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام وویل: د سمنټو تولید دغه پروژه د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ برخه کې مهم رول لوبوي، چې په پلي کېدو سره به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه راز د افغان ساکو شرکت رئیس، محترم وو زیدان هم ټینګار وکړ، چې دغه ستره پروژه به د شوي تړون د ټولو مفادو په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړه کړي.
د کانونو او پترولېم وزارت د شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، د سمنټو د څلورو سترو پروژو تړونونه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک کړي، چې اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.