د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته، نن په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، له یوشمېر هېوادونو سره د تعامل د پراختیا او د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو د بحث ترڅنګ د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو لازم تصامیم ونیول شول.
د سیاسي کمېسیون په نننۍ ناسته کې ټینګار وشو، چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو مسؤلیت او د دفاع مشروع حق لري. اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او تأکید وشو، چې په سیمه کې دې د داسې اقداماتو مخنیوی وشي، چې کړکیچ زیاتوي او ثبات له منځه وړي.