د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د خلازیو قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، د خلازیو قوم مشرانو او مخورو د قومونو د ستونزو حل لپاره د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه او وې ویل، د غربي اشغال پر مهال یې پراخ زیانونه لیدلي دي او ګڼ شمېر کورنۍ بېځايه شوې وې، چې د اسلامي نظام په حاکمیت سره بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي دي.
د پروان خلازیو قومي مشرانو پخوا له دوی سره د شوي توپیري چلند یادونه وکړه او زياته يې کړه، د دغې سيمې خلک اوس هم له ډېرو لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي، د کابل تېرې ادارې او بهرنيانو يې سيمه محرومه ساتلې وه.
دغو قومي مخورو د څښاک اوبو، ښوونځيو، سړکونو، روغتون او یو شمېر نورو پراختیايي پروژو د پيل لپاره د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته د ولسونو غوښتنليکونه وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د خلازیو قوم مشرانو او مخورو سره پر دې ليدنې خوښي وښوده او د اسلامي نظام په بریا کې یې د هغوی د قربانیو يادونه وکړه او زياته يې کړه، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغان ولس ډېرې هيلې پوره شوې دي.
محترم سیاسي مرستیال وویل، په اسلامي نظام کې توپيري چلند ځای نه لري او ټول قومونه پر اسلامي امارت يو ډول حقونه لري.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، هېڅ افغان باید د محرومیت احساس ونه کړي او اسلامي امارت د ولس د خدمت لپاره خپل ټول امکانات کاروي.
د غونډې په پای کې، محترم سیاسي مرستیال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او په اړه به يې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.