د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس محترم محمد سهیل شاهین سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم محمد سهیل شاهین په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس زیاته کړه، دا دفتر کوښښ کوي، د تېر په څېر د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د تامین او پراختیا لپاره مثبت او رغنده رول ولوبوي او د اسلامي امارت د منافعو دفاع وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، محترم محمد سهیل شاهین ته د ښه راغلاست ترڅنګ د منافعو د دفاع او له کوربه، د سیمې او نړۍ له نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، په هغه دفتر کې د اسلامي امارت مسوولین دې کوښښ وکړي چې د سیمې او له سیمې ور اخوا هیوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د تعامل او متقابل درناوي په اساس پراخه کړي.