د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي او مل پلاوي یې د چهارشنبې په ورځ (۱۲ مرغومی ۱۴۰۳) په کابل کې د الجزیرې خبري شبکې له دفتر څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د لیدنې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل وې ویل: د رسنیو مرکز رهبرۍ له رسنیو څخه د لیدنو لړۍ پیل کړې، څو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له نېږدې څخه د رسنیو ستونزې او مشکلات واوري او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته ژمن دی او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
محترم حقاني زیاته کړه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ توپیر ته قایل ندی او هڅه یې داده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ټولو رسنیو ته یو ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي حقاني، په کابل کې د الجزیرې خبري شبکې له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې په حقایقو ولاړو راپورونو او خبرونو په خپرولو سره د افغانستان ريښتینی او اصلي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.
دغه راز، په کابل کې د الجزیرې خبري شبکې د دفتر مسئول، محترم حمیدالله محمد شاه، د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د دغې شبکې د رسنیزو فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي محمد شاه، د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز رهبرۍ د لیدنې ستاینه وکړه او دغه چاره یې د مرکز او رسنیو ترمنځ د تعامل کچې لوړولو برخه کې ښه اقدام وباله.
همدارنګه، نوموړي اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او د رسنیو له مرکز څخه یې وغوښتل چې د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو د ورته ناستو او تعامل کچې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.