د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي یې د شنبې په ورځ (۱۵ مرغومی ۱۴۰۳) له کاردان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د کاردان پوهنتون رئیس، محترم ډاکټر احمد خالد حاتم، د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د کاردان پوهنتون د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي حاتم زیاته کړه، د کاردان پوهنتون چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د ژورنالیزم څانګې اړوند موضوعاتو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز سره همکاري وکړي.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي خبرې وکړې وې ویل: کاردان پوهنتون له مهمو علمي بنسټونو څخه دی چې د ځوان نسل په روزلو کې مهم رول لوبوي.
محترم حقاني، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او کاردان پوهنتون ترمنځ، د دوه اړخیزه اړیکو پر پياوړتیا ټینګار وکړ او له یاد پوهنتون څخه یې وغوښتل، چې د همکارۍ د پراختیا په موخه دې د دواړو ادارو ترمنځ یوه ګډه کاري تخنیکي کمېټه رامنځته شي.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري پخپلو خبرو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د فعالیتونو پر څرنګوالي رڼا واچوله او له کاردان پوهنتون سره یې په علمي او اکاډمیکه برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو لوریو د ورته لیدنو او غونډو د دوام غوښتنه وکړه